تازه خبرونه
د ولسمشریزو ڼاکنو د تر سره کولو لپاره بریتانیا ۸ میلیون پونډه اعلان کړل
د یاد سفارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د برتانیې نړیوالې پراختیا ادارې د ملګرو ملتونو له ټاکنو څخه د ملاتړ پروګرام ته دغه پیسې ورکړي، چې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د تخنیکي ملاتړ مسوولیت ورپه غاړه دی.
په افغانستان کې د برتانیې سفیره الیسون بلک ویلي؛ خوښه یم، چې بریتانیه د دې مرستې له لارې کولای شي د دغه دیموکراټيک بهیر ملاتړ وکړي. بریتانیه په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کیدو کلک ملاتړ کوي، چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد په راتلونکې کې پخپله خوښه برخه واخلي.
دغه راز نوموړې له دغه ملي بهیره د نوماندانو ملاتړ هم ستایلي او څرګندوي؛ بریتانیا هم لکه د نړیوالې ټولنې نور هېوادونه د افغانستان له ټاکنیزو بنسټونو او د ټاکنو له نوماندانو، چې د ټاکنو قانون مراعتوي هم ملاتړ کوي.