تازه خبرونه

د پکتیا د زرمت په تعمیر بازار کې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولايت د زرمت ولسوالۍ ولسوال حکیم وزیري آریانانیوز ته څرګنده کړې؛ د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۵) د دې ولسوالۍ تعمیر بازار له دې امله تړل شوی و، چې وسلوالو طالبانو خلکو ته پر ولسوالۍ د بريد ګواښ کړی و.

 وزیري زیاته کړې؛ په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې د مرګ و ژوبلې په اړه یې معلومات نلري.

د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم منلې، چې نن د دې ولسوالۍ تعنیربازار بشپړ تړل شوی او له طالبانو سره په رامنځته شوې نښته کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ملکي وګړي ټپیان دي.

زرمت د پکتیا تر نورو ولسوالیو ناامنه ولسوالي ده، چې د وسلوالو طالبانو شتون په کې زیات دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version