تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک ریاست له فساد سره په مبارزه لږ پرمختګ کړی
شپږ میاشتي وړاندې له اداري فساد سره د مبارزي د ارزونې او څارنې ګډه او خپلواکه کمیته په خپل راپور کې د کورنیو چارووزارت د تدارکاتو، لوجستیک او د بشري سرچینو مدیریت د فساد پر وړاندې ځپل شوي اروزلي وه.
اوس له اداري فساد سره د مبارزي د څارني او ارزوني د ګډې خپلواکي کمیټي کمیشنر باري سلام اوس څرګنده کړې، چې له وړاندیز شویو سپارښتونو څخه یوازې درې سپارښتنې په بشپړه توګه عملي شوې، ۲۸ سپارښتنې د پلي کیدو په حال کې دي او ۵ هغه یې په کورنیو چارو وزارت کې د بدلونونو له کبله عملي شوي ندې.
نوموړي زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک برخې له وړاندیز شویو سپارښتنو څخه یوه هم نده پلي کړې.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا له فساد سره د مبارزي په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې خپلواکې کمیتي له هڅو ملاتړ څرګند کړ او وایي، چې ډېر ژر به هېوادوال په دې اړه له غوره پایلو خبر شي.
له اداري فساد سره مبارزه د حکومت په وړاندې جدې ستونزه ده او ځینې وخت نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه هم خپلې مرستې پدې مشروطوي، چې له دغي پدیدي سره چټک مبارزه وشي.