بلخ @ps
د کندوز ښار په څنډو کې یو ځل بیا عملیات پیل شوي
له تېرو دوه اوونیو راهیسې په کندوز کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او د دغه ولایت په څنډو کې یو ځل بیا د حکومت د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیات پیل شوي دي.
د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي وايي، چې یو ځل بیا د ښار د خوندي کولو لپاره د ښار په څنډو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیات پیل شوي دي.
د کندوز والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې تېره ورځ په تلوکه او بوز الچین کې د روانو عملیاتو په بهیر کې وسلوال مخالفین ځپل شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې ۱۷ مخالفین وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
له دوه کلونو راهیسې د کندز ښار په څنډو کې نښتې روانې او د ښار اوسیدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د کندوز اوسیدونکي فاروق وايي؛ وخت ناوخت پوځي عملیات او نښتې روانې وي، چې د دوی ورځنی ژوند یې تریخ کړی دی.
د دغه ښار یو بل اوسیدونکي جمشید نومي په ډاګه کړې، چې د پیل شویو عملیاتو پایلو ته هم هیله من نه دی؛ ځکه مونږ اندېښمن یو ، چې بیا دا ښار طالبان ونه نیسي.
دغه راز په ورته وخت کې د کندز پر قلعه زال هم نښتې روانې دي. په دې ولسوالۍ کې د بې پیلوته الواتکې په برید کې د قلعه زال لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او اته نور وسلوال هم وژل شوي دي.
خبریال: باعث حیات