تازه خبرونه

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار خپل ټاکنیز کمپاین تر بدخشانه وغزاوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار خپل ټاکنیز کمپاین بدخشان ولایت ته وغزاوه.

نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي، چې حکومت یې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو مخه نیولې ده.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې حکمتیار وايي، چې د طالبانو او امریکا خبرې د افغانستان جګړه پای ته نشي رسولی.  

نوموړي په بدخشان ولایت کې خپلو پلویانو ته ویلي، چې د سولې خبرې باید د بهرنیانو له مداخلې پرته تر سره شي.

هغه ټينګار کوي، چې بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي

د ولسمشریزو ټاکنو زیاتره نوماندان وايي، چې افغانان تر ټاکنو لومړی سولې ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version