تازه خبرونه

د کندهار په ۱۴ امنیتي حوزه کي ماین چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند وایي؛ دغه چاودنه ماسختن مهال ۸ بجې د اشرف غنی د کمپاین د دفتر پر دروازه د نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوې، چي په کې درې تنه وژل شوي دي.

د پولیسو د ویاند جمال ناصر بارکزي د څرګندونو له مخې؛ له وژل شویو کسانو څخه دوه یې ماشومان دي او د یوې ښځي په ګډون ۷ تنه ټپیان دي.

د پولیسو ویان زیاته کړې، چي ټول ټپیان ملکي کسان دي.

د سیمي اوسیدونکي وایي کله، چي د کمپاین موتر دفتر ته داخلیدل؛ چاودنه وشوه او په پایله کي یې پېنځه تنه ملکي کسان ټپیان شوي او یو ټپي ماشوم په روغتون کې ساه ورکړې ده .

Trending

Exit mobile version