تازه خبرونه

د پکتیکا په ۱۷۴ټاکنیزو مرکزونو کې امنیتي ځواکونه ګمارل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیکا ولایت چارواکو ويلي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره يې په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولی شي په ډاډه زړه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایې ورکړي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکني زیاته کړې، چې په ټوله پکتیکا کې دوه سوه څلوېښت د ټاکنو مرکزونه دي، چې د یو شمېر ناامنه ولسوالیو په  ۶۴ مرکزونو کې یې ټاکنې بیخي نکېږي او د پاتې یو سلو څلوراویا لپاره يې امنیتي ځواکونه ګمارلي او خلک به په کې پراخ ګډون وکړي.

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي بیا په ټوله کې د دې ولایت امنیتي وضیعت سم نه بولي او وايي، چې د مرکز ښرنې په ګډون په ډېرو ولسوالیو کې به د وسلوالو طالبانو د شتون له کبله خلک ونشي کولی په ټاکنو کې برخه واخلي.

دوی وايي، د ټاکنو د ښه تر سره کیدو لپاره باید له وړاندې په ښه ډول امنیت تامین شوی وای.

وسلوالو طالبانو له عامو خلکو غوښتي، چې په دې بهیر کې ګډون ونکړي او دا يې يوه جعلي پروسه ياده کړې ده.

د شنبې پر ورځ( د تلې ۶) به په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دولس نوماندان سیالي وکړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، دا ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۹،۶ میلیون رای ورکوونکیو نوملیکنه کړې ده.  

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version