بلخ @ps

د کندوز ارچې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه- امنیتي او دفاعي چارواکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي او دفاعي مسوولینو ویلي، چې په تخار او کندوز ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د عملیاتو پر دوام د شنبې پر سهار د کندوز ارچي ولسوالۍ مرکز د طالبانو له ادارې ووت.

د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا ویلي؛ په تخار کې له طالبانو څخه د بهارک او خواجه غار ولسوالیو له آزادیدو وروسته د دې عملیاتو لمن د کندوز ارچي او د تخار درقد ولسوالیو ته وغزیده او د شنبې پر سهار د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز له یوې میاشتې وروسته آزاد شو.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان، چې له لس ورځو راپدیخوا د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي، وایي، دا ډله که څه هم پرمختللې وسلې لري، خو د افغان ځواکونو په وړاندې یې ماته خوړلې ده.

د کورنیو  چارو وزارت مرستیال عبدالصبور قاطع،  چې په کندز او  تخار ولایتونو کې د پوځي عملیاتو مشري کوي وایي، د منځنۍ آسیا هېوادونو ترهګر او آی اس آی له طالبانو ملاتړ کوي او د دې هېوادونو وګړي د جګړې په لومړۍ کرښه کې د افغان ځواکونو خلاف جنګیږي.

امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز او ځینې کلي له وسلوالو طالبانو آزاد شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ وسلوال مخالفین که څه هم پر پرمختللیو وسلو سمبال دي، خو د افغان ځواکونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نلري او ښایي تر لس ورځو دا عملیات روان وي.

د ارچي ولسوال ویلي، د دې ولسوالۍ د ساتنې لپاره دوه پوځي کنډکونو ته اړتیا ده.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وایي؛ تر هغې، چې په دې ولسوالۍ کې دوه پوځي کنډکه ځای پر ځای نشي، له طالبانو یې بېرته نیول ګټه نلري.

نوموړي زیاته کړې، چې د اکمالاتي لارو د تړل کیدو او پوځي تجهیزاتو د کمي له کبله دا ولسوالي طالبانو نیولې وه.

طالبانو د ارچې ولسوالۍ د امنیتي حالاتو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

د تخار پر مرکز او ځینو ولسوالیو او دا راز پر کندوز ښار د طالبانو له بریدونو یوه میاشت تېریږي، چې دې موده کې د درندو زیانونو تر څنګ نږدې شل زره کورنۍ د دې ولایتونو له بېلابېلو سیمو بې ځایه شوې او اوس یې هم کورونو ته د بېرته ستنیدو زمینه نده برابره شوې.

Trending

Exit mobile version