تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳ اعلان نشي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله ویلي، چې د بیاشمېرنې بهیر تر دې دمه پیل شوی ندی او کارکوونکي مو هم ولایتونو ته نه دي لیږل شوي؛ ځکه ، نو د لړم پر ۲۳ د ټاکنو لومړنۍ پایلي ناشونې شوي او ځنډ په کې رامنځته کیږي.
د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله څرګندوي؛ ترهغې، چې مشکوکې رایې له سیستم بهر شوې نوي د رایو بیا شمېرنه به پایله ونلري.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی محمد یونس نواندیش ویلي، چې له یو لک و دېرش زره ډېرې رای مشکوکې دی او څرګنده نوه، چې د چا لخوا کارول شوي دي. لومړی باید درغلي چان شي او بیا رایې وشمېرل شي.
دا هغه وړاندیز دی، چې دولت جوړونکې ډله یې د کمیسیون په چارو کې یو ډول لاسوهنه بولي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی اجمل هوډمن په ډاګه کړې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې په دې اړه خپل مسوولیت تر سره کړي او هغه ډلې، چې بیا شمېرنه نه غواړي او له ارزونې وروسته یې د ترسره کولو غوښتنه کوي؛ دا پخپله د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ده او یوه ټاکنیزه ډله هم په دې بهیر کې د لاسوهنې حق نلري.
د ګلبدین حکمتیار د اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکي فضل هادي احمدي ویلي، چې مونږ له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه د بل شي غوښتنه نه لرو؛ یوازې غواړو، چې د پاکو رایو له مخې پایله اعلان شي، چې په دې بهیر کې د لاسوهنې مخه پرې ونیول شي.
د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کیدو وروسته ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه، چې لومړنۍ پایلې به د تلې پر ۲۷ اعلان شي؛ خو دا کار ونه شو او ټاکنیزو ډلو له کمیسیون سره د دې بهیر په وروستي کیدو خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
وبه کتل شي، چې دا کميسیون څه وخت کولی شي خلکو او ټاکنیزو ډلو ته د منلو وړ پایلې اعلان کړي.