تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو څه ناڅه ۴۴ سلنه رایې جعلي دي- ګلبدین حکمتیار
له اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله وروسته ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند دی، چې د رسنیو په وړاندې د ټاکنو کمیسیون له نوې پریکړې سره مخالفت کوي.
د امنیت او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشرد دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۰) یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې د ۳۰۰ زره رایو بیا شمېرنه مشروعیت نلري؛ باطلې دي او پایلې به یې د منلو نه وې.
د ښاغلی حکمتیار د څرګندونو له مخې؛ د تلې پر شپږمه یو میلیون او پېنځه سوه زره کسانو ګډون کړی؛ نو له همدې کبله ۴۴ فیصده رایې جعلي دي.
که څه هم ښاغلی حکمتیار د هیڅ یوې ټاکنیزې ډلې نوم نه اخلي؛ خو وایې، درغلي کوونکیو درملوګ کمپنۍ ته اووه ویشت میلیون ډالر بډې ورکړي. په داسې حال کې، چې د افغانستان په ټاکنو کې د دغه شرکت د دستګاوو بیه لس میلیون دالره ده؛ خو کمیسیون او شرکت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
د ولسمشریزو ټاکنو دې نوماند دا هم په ډاګه کړې، چې د ځینو برخو د رایو بیا شمېرنه به هیڅ ستونزه حل نکړې؛ نو باید د ټولو صندوقونو رایې وشمېرل شي. ګلبدین حکمتیار د اوسني بحران د حل لپاره د دوه یم ځل ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه؛ خو زیاتوي، چې دغه ټاکنې باید د موقت حکومت ترسیوری لاندې ترسره شي.