بلخ @ps
د کندوز په چهار دره کې دوه طالب قومندانان وژل شوي
د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مشهور قومندانان او شپږ نور جنګالي د افغان ځواکونو پر هوایی بریدونو وژل شوي دي.
مسوولین وایي، ملا عبدالخالق د تلوکه په سیمه کې د طالبانو پوځي مسوول و او مولوي محمد نورهم د پنجشنبې ورځې په توغندیزو بریدونو کې لاس درلود.
د افغان ځواکونو بې پیلوته الوتکو د پنجشنبې په شپه د چهاردرې په ولسوالۍ کې د طالبانو پر سنګرونو بریدونه کړي، چې په کې د دې ډلې دوه مشهور قومندانان له شپږ نورو وسلوالو سره وژل شوي دي. د کندوز ولایت د مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست نعمت الله تیموري وایي، ملا عبدالخالق د تلوکه په سیمه کې د طالبانو پوځي مسوول و او مولوي محمد نورهم د کندوز پر ښار د پنجشنبې ورځې په توغندیزو بریدونو کې لاس درلود.
نوموړی زیاتوي، چې د کندوز– تخار لویه لار بېرته پرانیستل شوې ده.
هغه وویل، طالبانو د دې لارې په اوږدو کې دوه ورځې جګړه وکړه؛ خو د افغان ځواکونو د ټینګار په پایله کې شاتګ ته اړ شول.
د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان د پنجشنبې په ورځ په کندوز کې ویلي وه، چې طالبان غواړي سږ کال د کندوز د سقوط لپاره پلان جوړ کړي؛ خو په وینا یې په دې کار کې به بریالي نه شي.