تازه خبرونه

د پکتیکا په عملیاتو کې طالبانو ته ځاني او مالي زیان اوښتی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیکا امنیتي مسوولینو ویلي؛ د دې  ولایت د تروو ولسوالۍ په ګلشاه مانده سیمه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه ورځني عملیاتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

شاه محمد آرین آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو لوی مرکز هم له منځه وړل شوی او له دوی څخه پېنځه موترسایکلونه، دری مخابرې، دوه توغندي او دوه میله کلاشینکوفونه هم د افغان ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد عملیات نن غرمه مهال پای ته رسیدلي او افغان ګډو ځواکونو ته کومه مرګ و ژوبله نده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو او ورته د اوښتې مرګ و ژوبلې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version