تازه خبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ممکن سبا اعلان شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوغړی ویلي، د دوه پرېکړو له وروستي کولو وروسته به تر دوولس ساعتونو د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

داسې ښکاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غواړي په ډېرو سختو شرایطو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرلو لړۍ پاي ته رسیدلې؛ خو د اووه  ولایتونو د رایو بیا شمېرنه د ځینو ټاکنیزو ډلو په ځانکړي توګه ثبات او همپالنې ډلې د مخالفت له کبله پاتې شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی اورنګزیب ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۹) دوه پاتې پرېکړو له بشپړیدو سره به د قانون له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ۱۲ ساعتونو کې اعلان شي. 

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې خبرداری ورکړی، چې که د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي؛ دا ډله به د اعتراضونو دوه یم پړاو پیل کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې دلي غړی فضل احمد معنوي، چې تراوسه یې د رایو د بیا شمېرلو پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کړی وایي، ترهغې چې پاکې او ناپاکې رایې بېلې نشي د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که دا پایلې په همدې ډول اعلان شي دوی به اعتراضونه وغزوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي کمیسېون نباید د ټاکنو پایلي وځنډوي او باید ژر تر ژره اعلان شي.

کارپوهان وایي، د نوماندانو د نظر په پام کې نه نیولو سره د کمیسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان کولی شي ټاکنې له ستونزو سره مخ کړې.

Trending

Exit mobile version