تازه خبرونه

د ولسمشر د فرمان له مخې بودجه لګول شوې – همایون قیومي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې ځانګړي کمیسیون هغه راپور، چې وایي، د تېر کال د ملي بودجې میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګیدلي؛ د ولسي جرګې لخوا تائید شو.

دغه راپورغوښتي، چې د مالیې وزارت مسوولین دې په دې ملي سند کې د سرغړونو له امله عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

ولسي جرګې د مالیې وزارت سرپرست په ملي بودجه کې د میلیاردونو افغانیو د بې ځایه لګیدو په تړاو خپلې عمومي ناستې ته د ځواب ویلو لپاره غوښتی دی.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې د کمیسیون غړي سید عظیم کبرزاني ویلي، چې د راپور له مخې په بودجه کې یو لړ تعدیلات راغلي؛ ځکه دوه اعشاریه پېنځه میلیارد افغانۍ پر یوه کود ورزیاتې شوي، چې دا کار د بودجې له سند ښکاره سرغړونه ده.                

دغه راز د ولسي جرګې ځینې غړي حکومت د بیت المال له پیسو څخه په بې ځایه لګښت تورنوي.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازی نسیم مدبر وایي: آیا د بودجې کړنلاره قانون دی او که بل څه؟ همدارنګه څوارلس سرغړونې رامنځته شوي، چې ټولې ښکاره دي. ولسمشر له قانونه لوړ ندی؛ خو د ماليې وزیر وایي، چې په دې اړه فرمان و.

د ولسي جرګې د عدلي او قضایي چارو د کمیسیون غړی حبیب رحمان پدرام وایي، چې جرم کوئ او د خپل جرم حکم له ولسمشره اخلئ. خواشینی یم، چې یو شمېر استازي حکومتي شوي او دا دغو استازیو ته لوی شرم دی.          

په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح وایي: کو لیک، چې د مالیې وزارت لولي؛ مخکې تر مخکې لیکل شوی او وزیر ته یې ورکړی. مونږ په قعطیه کې ۳۷ سرغړونې ښکاره او ارزولي دي؛ نو له دې وضعیت سره به څه همغږي رامنځته شي. په داسې حال کې، چې د مالیې وزارت سرپرست له ولسي جرګې څخه د ستاینې تمه لري.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وایي، تعدیل د اړتیاووله مخې رامنځته شوی او په اړه یې د ولسمشر حکم شته او مونږ په دې تمه وو، چې ولسي جرګه به مو وستایي.

باالاخره ولسي جرګې د ځانګړي کمیسیون راپور د تېر کال د بودجې په اړه رایوو ته کېښود، چې په غوڅ اکثریت تائیدشو. په دې راپور کې یادونه شوې، چې د ماليې وزارت مسوولین دې عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي شي؛ خو ولسي جرګې د تېر کال د قطعیې په اړه رایي واچولې. په داسې حال کې، چې د راپور تائید د قطعیې د رد په معنا و؛ خو تر ناندریو وروسته رایې اچونې بلې ورځې ته پاتې شوې.

Trending

Exit mobile version