تازه خبرونه
د کندوزـ خان آباد لویه لار له وسلوالو طالبانو پاکه شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال رشید بشیر زیاته کړې، چې ګډو امنیتي ځواکونو د کندوزـ خان آباد په لویه لار کې د الچین او بز کندهاري پر اړوند سیمو چاڼیز عملیات تر سره کړي او دا لویه لار اوس د طالبانو له شتون پاکه شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ وسلوال وژل شوي او مسافر کولی شي له دې لارې ډاډمن سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه لویه لار له یوې میاشتې راپدیخوا د طالبانو تر څارنې لاندې وه.