تازه خبرونه

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته موتر بم برید شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

وسلوالو طالبانو د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز موتر بم برید تر سره کړی.

یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ نن سهار( د مرغومي ۱۵) طالب وسلوالو د خاکرېز ولسوالۍ اړوند په شرغه سيمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز موتر بم برید تر سره کړی، چې په کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې ندی معلوم.

د کندهار والي ویاند بهیر احمدي ویلي، چې نن یکشنبه سهار شاوخوا ۱۰ بجې وسلوالو طالبانو غوښتل، چي د خاکریز ولسوالۍ په شرغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو موتر بم برید وکړي. امنیتي ځواکونو د یاد موتر په اړه راپور درلود او هدف ته له رسیدو مخکي یې یاد موتر او په کې ناست ځانمرګی بریدګر پر نښه او له منځه وړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې، چي سیمي ته د ځمکني او هوایي مرستې پر رارسیدو دښمن پر شاه شوي.

هغه دا هم ویلي، چې په پیښه کي د تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات ندی تر لاسه شوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هم ويلي؛ افغان ځواکونو د یاد برید مخه نيولې او ورسره سمه جګړه رامنځته شوې، چې په کې نهه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یاد برید کې د درندې مرګ و ژوبلې څرګندونې کړي او وایي؛ برید د دوی کسانو کړی، د ملي اردو قرارګاه یې له منځه وړې او  په کې لسګونه سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version