تازه خبرونه
د پکتیا له مرکزي زندانه يو شمېر طالب بنديان تښتیدلي
د دوشنبې پر شپه( د مرغومي ۲۲) اته نیمې بجې د پکتیا له مرکزي زندانه اووه بندیان تښتیدلي ، چې د مسوولینو په خبره؛ څلور یې د وسلوالو طالبانو غړي دي او دری نور یې په بېلاېیلو جرمونو کې بندیان ول.
د پکتیا محبس مدیر سمونمل محمد اجمل وايي؛ دغو اووه بندیانو لومړی د جومات د کړکۍ سیخونه اره کړي او بیا له دې لارې یې د زندان عمومي دیوال ته ځان رسولی، چې د رخت د ټوټو په وسیله یې له دیوال ځان اړولی او تښتیدلي دي.
نوموړی زیاتوي؛ هغه پولیس، چې نوکريوالان ول او په دنده کې یې بې پوایي کړې وي له څېړونو وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي ويلي، د عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون د یادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګمارل شوی، چې بندیان څنګه او د چا پر مرسته له زندانه تښتیدلي او یا هم په کې د چا لاس و، چې بیا به رسنیو بشپړ معلومات وړاندې شي.
د پکتیا په محبس کې د دې ولایت په ګډون د خوست، پکتیکا او لوګر ولایت نږدې شپږ سوه بندیان شته، چې له ډلې یې اوه تنه میرمنې دي.
خبریال: فریدالله احمدزی