بلخ @ps

د کندوز په ګورتیپه ولسوالۍ کې درې طالب قومندانان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت په ګورتیپه ولسوالۍ  کې؛ تخار ولایت ته د طالبانو نومول شوی مرستیال والي ملا رحمت الله له دوه طالب قومندانانو ملا نسیم او ملا نجیب الله سره وژل شوي دي.

د ملي اردو د لومړۍ لوا ویاند احمد جاوید سلیم وایي، چې د هېواد امنیتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې یرغلیز بریدونه پیل کړي، چې پر دغو درې طالب قومندانانو سربېره ۶۱ وسلوال طالبان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ اویا سلنه کلي له وسلوالو طالبانو پاک شوي دي.

دغه راز د ملي اردو د خبرپاڼې له مخې د دې ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې د بې پیلوته الوتکې پر برید ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version