تازه خبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې بیړه وشوه- ټاکنڅاري

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۸)

ځینې ټاکنڅاري وایي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې بیړه وشوه او مخکې له دې، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پرېکړه پلې شي، پایلې اعلان شوې.

له شاوخوا پېنځه میاشتو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شوه؛  خو اوس هم ټاکنیزې ناندرۍ پای ته ونه رسیدې او ځیږ اړخ یې خپل کړ.

ټاکنڅاري هم روان حالت څاري او وایي، د پایلو په اعلان کې بیړه شوې او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پرېکړه سمه پلې نه شوه.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده غواړي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي محکمې ته کش کړای شي.

د افغانستان مدني ټولنو شبکې مشر عزیز رفیعي ویلي، د ټاکنیزو کمیسونونو کار کړنې او د وروستیو پایلو اعلان د ولسواکۍ بهیر له پوښتنو سره مخ کړی دی.

ځینې نور بیا د ټاکنیزو ناندریو د حل لپاره منځګړیتوب ښه غوراوی ګني.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنیزو ناندریو حل لپاره د ملي او نړیوالو شخصیتونو منځګړیتوب غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله پر لاسلیک د یوه مکتوب له مخې، د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي ممنوع الخروج شوي او له کورنیو چارو وزارت یې غوښتي، چې بهر ته د دوی  د سفر مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version