بلخ @ps
د کندوز پولیسو یوه ډله وسلوال غله نیولي
(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۸)
د کندوز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر ویلي؛ تېره شپه دوه بجې ۴ غلو غوښتل د دې ولایت د حوزوي روغتون مخامخ د یوه درملتون پیسې غلا کړي؛ خو موخې ته له رسیدو مخکې ترې درې کسان ونیول شول او یو د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د غلو په ډزو کې د درملتون خاوند هم ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې کندور ښاریان په دې وروستیو کې له ډاړه مارانو، وسلوالو غلو او د خلکو له ځورونې اندېښمن شوي دي.