تازه خبرونه

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې سرتېري د وسلو او مهماتو لږوالي اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري د وسلو او مهماتو لږوالي اندېښمن کړي دي.

 دوی په ډاګه کړې، چې د وسلوالو پروړاندې د جګړې ښه انګیزه لرو؛ خو د مسوولینو نه پاملرنه لامل شوي، چې په وړه نښته کې هم سیمه طالبانو ته پریږدو.

د کندز په امام صاحب ولسوالې کې نسبی امنیت شته، چې د نورو ولسوالیو په پرتله ډېره سیمه له حکومت سره ده. د دې ولسوالۍ سرتېري وايي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو؛ خو درندې وسلې او کافي مهمات نه لرو. په داسې حال کې، چې طالبان  پر درندو وسلو سمبال دي او بشپړې وسلې لري.

دوی زیاتوي، ډېر کله له دې امله اړ شوي یو، چې له سنګرونو په شاه او بلي سیمې ته ولاړ شو.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمدید حمیدي وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کې پولیس پر سپکو او درندو وسلو سمبال دي او هر ځل، چې اکمالات کوو دوی ته دومره مهمات ورکوو، چې د یوې میاشتې له پاره یې بس وي.

د سرتېرو په وینا؛ که ښه اکمال شي؛ نو د وسلوالو طالبانو پرضد د جګړې ښه انګیزه لري، خو د مسوولینو نه پاملرنه او دوامداره  نښته د پوستو د له لاسه ورکولو لامل کیږي.

Trending

Exit mobile version