بلخ @ps
د کندوز د امنیه قومندان مرستیال د طالبانو له بنده په تیښته بریالی شوی
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو ویاند وایي، د کندوز امنیه قومندان مرستیال وحیدالله بیګزاد تېر کال د کندوز– خان آباد د لارې په اوږدو کې د طالبانو لخوا وتښتول شو؛ خو نن سهار د استخباراتي هڅو او د طالبانو د یوه غړي د همکارۍ په پایله کې د خان آباد له ولسوالۍ څخه بریالی تښتیدلی دی.
د شمال ختيځ زون د پوليسو وياند محفوظ الله اکبري رسنيو ته ويلي، چې طالبانو خپل زیاتره جنګیالي امام صاحب ولسوالۍ ته لیږلي دي او په همدې دلیل یې د بیګزاد د ساتنې لپاره کافي ځواکونه نه درلودل او همدا د دې سبب شو، چې هغه وتښتي.
نوموړی زیاتوي، چې قومندان بیګزاد اوسمهال د امام صیب ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ کې دی.
په دې وروستيو کې طالبانو پر کندوز ښار، خان اباد او امام صیب ولسواليو پراخ بريدونه پيل کړي او د ځينو سیمو د نيولو ادعا يې هم کړې؛ خو امنيتي ځواکونه وايي، د طالبانو بریدونه يې په شا تمبولي دي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه کلونو کې طالبان دوه ځله د لنډ وخت لپاره د کندوز ښار پر نيولو بریالي شوي هم دي.