سیمه ییز خبرونه
د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالې کې د وسلوالو مهم مرکز نیول شوی
په پکتیا کی د ملي اردو مسوولین وايي، د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالې کې د وسلوالو مهم مرکز نیول شوی او وسلوالو ته ماته ورکړ شوې ده.
په دغه ولایت کی د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال جنرال محمداکبر ایلداش وايي، دا مرکز د نري کنډو په سیمه کی و او په هغو عملیاتو کې نیول شوی، چې له تېرو څو میاشتو را هیسې روان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د نوي قومندان په هغه مراسمو کینوموړي وویل؛ په سویل ختیځو ولایتونو کې یې وسلوال مخالفین له سختې ماتې سره مخ کړي او د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د نري کنډو سیمه، چې د وسلوالو مهم مرکز و، د افغان پوځ لاس ته لویدلي او د وسلوالو مهم جنګیالي وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا نوي ټاکل شوي قومندان ډګروال خلیل الله خلیل خلکو ته د ډاډمن امنیت او له نورو امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې له همغږۍ ډاډ ورکړ.
د خوست والي حکم خان حبیبي له خلکو وغوښتل، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
خبریال: فریدالله ظاهر