تازه خبرونه
د لندن په لاردز لوبغلي کې د افغانستان او ایم سي سي لوبه بې پایلې اعلان شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لندن په تاریخي لوبغالي لاردز کې تېره د افغانستان او ایم سي سي لوبډلې تر منځ یوه ورځنۍ لوبه د باران له وجې ودرول شوه؛ څلویښت اورونو ته را کښته شوه او بیا لغوه اعلان شوه.
د لوبې پچه ایم سي سي (میرالیبون کرکت کلب) وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
دې لوبډلې په څلوېښت اورونو کې ۲۱۷ منډې جوړي کړې.
د افغانستان لوبډلې په پېنځه اورونو کې ۳۱ منډې جوړي کړې او یو لوبغاړی یې وسوځید.
په دې لوبه کې شاپور ځدران په پیاوړې توپ اچونې د افغانستان لپاره ښه وځلید او درې مهمې وېکیتې یې واخیستې.
د ایم سي سي لوبډلې ټاکل شویو څلوېښت اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي؛ خو ۲۱۷ منډې یې جوړې کړې وې او ملي لوبډلې ته يي د ۲۱۸ منډو هدف ټاکلی و.
ددغې لوبې نندارې لپاره له ۶۰۰۰ زیات لندن میشتې افغانان لوبغالۍ ته د ملي لوبډلې لوبغاړیو هڅولو ته ورغلي وه.