تازه خبرونه

د ولسمشر دوه یم مرستیال له خلکو بښنه وغوښته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال د خلکو د امنیت په تامین کې د حکومت پاتې راتلو له کبله له خلکو بښنه وغوښته.

سرور دانش وویل، چی طالبانو او داعشیانو په میرزا اولنګ سیمه کې د خلکو په وژنه جنګي جنایت کړی او د خلکو د وینو غچ به له ترهګرو واخیستل شي.

د ټولګټو وزارت د سرپرست  یما یاري د معرفي په مهال د ولسمشر دوه یم مرستیال وویل، چې ترهګرې ډلې اوس د دې توان نه لري، چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي؛ نو ځکه، یې اوس خپل تکتیک بدل کړی دی.

 هغه زیاته کړه؛ ترهګر د بریدونو د زیاتوالي له لارې غواړي، چې ملکي وګړي ووژني او د حکومت او افغانانو تر منځ واټن را منځته کړي.

ښاغلی دانش دغه راز له سیاسي ډلو وغوښتل، چې د افغانانو د لسمون پر ځای د ترهګرو په وړاندې ودریږي.

دغه خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې وسلوالو مخالفینو درې ورځې مخکې په میرزااولنګ سیمه کې نږدې شپیته ملکي وګړي ووژل او لسګونه نور یې له ځان سره بوتلل. زیاتره خلکو د وسلوالو دا عمل ټول وژنه وبلله او له ولسمشر یې وغوښتل، چې د خلکو د وینو غج واخلي.

Trending

Exit mobile version