بلخ @ps
د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پای ته رسیدلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په شمال خیتځه حوزه کې د شلمې فرقې مسوولینو په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو له دریدو خبر ورکړاو په ډاګه کوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او سل نور ټپیان دي.
په کندزولایت کې د پامیر۲۰ فرقي قومندان نورالله قادري وایې، اوسمهال په ټول کندوزکې پوځي عملیات دریدلي؛ خو ډېر ژر به دغه عملیات له قلعه ذال ولسوالی څخه پیل شي.
کلیپ 1 د ۲۰ پامیر د فرقي قومندان نورالله قادري
همدارنګه د ۸۰۸ سپین زر د پولیسو قومنداني د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې په قلعه ذال کې په یوه نښته کې درې طالبان وژل شوي دي.