بلخ @ps

د کندوز د چاردرې۷۰ سلنه ستونزې د طالبانو له خواحلیږي-فقیري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندوز د چار درې ولسوال وایي، د ولسوالۍ ډېر اوسیدونکي د خپلو ستونزو د حل په موخه وسلوالو مخالفینو ته مراجعه کوي.

د کندوز د چاردرې ولسوال حیات الله فقیري په ډاګه کوي، چې د ولسوالۍ اتیا سلنه له وسلوالو مخالفینو سره ده او د خلکو اویا سلنه ستونزې هم د وسلوالو طالبانو له خواحلیږي.

هغه زیاتوي، د ناامنیو له کبله څو دولتي ادارې په ولسوالۍ کې نشته او خلکو ته هم خدمتونه نه وړاندې کیږي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني د ولسوالۍ پر امنیتي حالت اندېښنه ښیي او له دولت غواړي، چې هلته امنیتي ستونزې حل کړي.

هغه وایي، د ولسوالۍ پر ډېره برخه طالبان واک لري او په تر واک لاندې سیمو کې دولتي او حکومتي چارې خپله تر سره کوي.

محلي چارواکي د ولسوال څرګندونې ردوي.

د کندوز والي ویاند سید محمود دانش د ولسوال خبرې ردوي او ولسوال په بې کفایتۍ تورنوي او وایي، دا څرګندونې د ولسوال شخصي نظر دی.

د نوموړي په وینا؛ ولسوال هلته د دې لپاره لیږل شوی، چې خلکو ته خدمات وړاندې او امنیت خوندي کړي.

د چار درې ولسوالي مرکز ته ترټولو نږدې ولسوالي ده او د طالبانو له پاره یو خوندي مرکز دی، چې څو ځلې د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

Trending

Exit mobile version