بلخ @ps

د کندوز د امام صاحب په اړوند سیمو کې پوځي عملیات روان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندوز کې چارواکي وايي، د پامیر څوارلس په نامه دا عملیات د جمعې په سهار پیل شوي او تراوسه په کې ۳۷ وسلوال وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د پامیر۲۰ فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي وایي، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې له څلور ورځو را پدیخوا پامیر۱۴ نومي پوځي عملیات روان دي. په دې عملیاتو کې ۳۷ وسلوال وژل شوي، ۲۲ نور ټپيان دي او څو کلي له وسلوالو پاک شوي دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وايي، عملیات د ټولو امنیتي ارګانونو پر همغږۍ پيل شوي او تر هغې به روان وي، چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې پاکې شي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي د عملیاتو له پیلیدو خوښ دی؛ خو اندېښنه یې داده، چې له مخالفینو پاکې شوې سیمې باید وساتل شي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی یوسف ایوبي وایي، په روانو عملیاتو کې باید د استوګنې کورونه خوندي پاتې شي.         

د کندوز اوسیدونکي د دغه ولایت اوسنی امنیتي وضعیت د تېرو میاشتو په پرتله ښه ګڼي او وايي، دا عملیات باید نورو ناامنو سیمو ته هم وغزول شي، چې د وسلوالو ترواک لاندې سیمې هم باید پاکې شي.

Trending

Exit mobile version