تازه خبرونه

د ولسمشر له فرمان پرته به د برښنایي تذکرو وېش وځنډیږي- عشرت احمد زی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وګړیو د ثبت او احوال ریاست ویاند وایي، د ولسمشر له فرمان پرته به د برښنایي تذکرو وېش وځنډیږي.  

کلونه کلونه کیږي، چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ د سیاسي عواملو له وجې نه ده پیل شوې؛ پخواني او اوسني حکومت دواړو د دې بهیر د وېش لپاره  په تېرو شپږ کلونو کې یوازې نېټې اعلام کړي او وېش یې پیل شوی نه دی.

د وګړو د ثبت او احوال ریاست ویاند روح الله عشرت احمد زی وایي، د لړم تر پایه به د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل نه شي؛ خو د دې بهیرد پیل لپاره د ولسمشر فرمان باید صادر شي.

روح الله عشرت احمدزی زی زیاتوي؛ کیدی شي نور ځنډ هم په کې راشي؛ ځکه غواړو، چې دا بهیر بریالی ترسره شي.

ولسي جرګې په دې تړاو د ولسمشر فرمان رد کړی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ له دې بنسټ غواړي، چې د خپلې دې پرېکړې په تړاو له سره کتنه وکړي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست سید شاه حسین مرتضوي وایي، مونږ د برښنایي هویت پاڼو د وېش غوښتونکي یو؛ څومره، چې دا موضوع سیاسي کیږي هومره به فرصتونه له لاسه ورکوو. مونږ هیله من یو، چې پارلمان پرې بیا کتنه وکړي.      

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، ولسي جرګې باید فرمان تائید کړی وای؛ ځکه ، چې برښنایي تذکرې د ټاکنو امنیت، روڼتیا او نورو پروګرامونو ته ګټورې دي         

د ولسمشر په فرمان کې د وګړیو د ثبت او احوال ریاست د قانون شپږمه ماده حذف شوې، چې په کې راغلي: په تذکرو کې دې د افغان او قوم کلمې ولیکل شي؛ خو ولسي جرګې دغه فرمان په غوڅ اکثریت رد کړی او په برښنایي تذکرو کې د ملیت له لیکلو سره مخالفه ده.

خبریال: فواد ناصری

Trending

Exit mobile version