تازه خبرونه

د ولسي جرګې لخوا د دخانیاتو پر وارداتو سل په سلو کې مالیه تصویب شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس وایي؛ که څه هم د ولسي جرګې غړیو غوښتل، چې مالیات پرې درې سوه په سلو کې وضع شي، خو زیاترو کمیسیونونو سل په سلو کې مالیه وغوښتنه.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ(د لړم ۲۲) د تنباکو او دخانیاتو د قانون د شلمې مادې د تعدیل طرحه په اجنډا کې شامله او د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس یې په اړه وویل، چې دغه طرحه حکومت ور لیږلې او د ولسي جرګې کمیسیونونو د دخانیاتو پر وارداتو د مالیاتو د لوړیدو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس امیرخان یار ویلي، چې د سګریتو د وارداتو پر تعرفې کمیسیونونو بحث وکړ؛ او درې کمیسیونونو پرې په سلو کې درې سوه مالیه وغوښته. اوس د اړوند قانون د تعدیل په اړه پرېکړه تاسې ته پاتې ده.           

 د ولسي جرګې ځینې غړي ان د سګرتو پر وارداتو د بندیز غوښتنه لري.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشر دوست وایي، دغه قانون څو کاله مخکې هم تصویب شو؛ خو ولسمشر توشیع نکړ. زما غوښتنه داده، چې هېواد ته دې د سګریتو پر وارداتو بندیز ولګول شي او که دا پرېکړه نه کیږي؛ زه به یې په غبرګون کې له دې ناستې ووځم.            

 د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د تنباکو او دخانیاتو د کنترول د شلمې مادې د تعدیل طرحه رایو ته وړاندې کړه او وایي؛ څوک، چې سل په سلو کې د مالیې غوښتونکي دي؛ شین کارت او هغو، چې په سلو کې د درې سوه افغانیو ماليه غواړي سور هغه دې پورته کړي.  

په پای کې د تنباکو او دخانیاتو د کنترول د قانون شلمه ماده سل په سلو کې د مالیې په لګولو د ولسي جرګې لخوا تصویب شوه.

Trending

Exit mobile version