تازه خبرونه

د ولسي جرګې غړو په هېواد کې په متوازن ډول د پروژو په نه تطبیق اندیښنه وښوده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړو د لاسلیکونو په را ټولولولو سره د راتلونکي کال په بودجه کې د غور لپاره د پراختیایی پروژو په برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه.

دوي چې شمېر یې یوسلو دیرشو تنو ته رسیږي وایی، که حکومت یې غوښتنې له پامه وغورځوي، د راتلونکي مالي کال بودجه به رد کړي.

په همدې حال کې د مالیې وزیر د راتلونکي زیږدیز کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته معرفي کړ.

د ولسي جرګې غړو  د ۱۳۰ لاسلیکونو په ټولولو سره په هېواد کې په متوازن ډول د  پروژو په نه تطبیق اندیښنه وښوده او ویې ویل که حکومت د غور ستونزو ته رسیدګي ونه کړي، د ملي بودجې سند به رد کړي.

غلام فاروق مجروح، د هرات د خلکو استازي و وېل: «د ولسي جرګې ۱۳۰ تنو لاسلیک کړی چې که د غور ولایت ته چي یو له هغو ولایتو څخه ده چې د پرمختیا په هکله له پامه ولیدلی دی پام ونه شي او د دې ولایت دا انکشافي ستونزه حل نه شي؛ نو دوی به د ملي بودجې سند رد کاندي او د اعتراض په توګه به غونډه ترک کړي»

همداراز په ولسي جرګه کې د غور ولایت د خلکو استازي کرام الدین رضا زاده، و وېل: « د اساسي قانون د شپږمې مادې په اساس د متوازین انکشاف پر بنا په بودیجوي سند کې دا په پام کې نه ده نیولې شوې او له پامه غورځېدلي ولایات تر اوسه هم د پروژو له عملي کېدو څخه بې برخې دي »

بلخوا د مالیې وزیر د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه چې درې سوه یوشپیته میلیارد افغانۍ  کیږي، ولسي جرګې ته معرفي کړه.

د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي و وېل: «د 1397 کال  مالي کال په بودیجه کې مو ځانګړي اصلاحات په نظر کې نیولي چې له دې سره به متوازنه وده او لومړنيو انکشافاتو ته وړ ګټه ورسي او ټول به متوازن ډول ترې برخمند شي»

د راتلونکي مالي کال بودجه په  داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کیږي  چې  تېر کال د کابینې اووه وزیران وروسته له دې سلب صلاحیت شول چې و یې نه کړای شول د پراختیایی بودجې زیاته برخه ولګوي.

Trending

Exit mobile version