تازه خبرونه
د کندهار والي زلمی ویسا له دندې ګوښه شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ولسمشرۍ د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د فیسبوک په رسمي پاڼه کې په ډاګه کړې، چې د کندهار والي د لیرې کیدو خبر سم نه دی.
د آریانا نیوز د ګزارش له مخې، د کندهار والي او د دغه ولایت د امنیت رییس د کندهار د سیاسي ناستې د جوړیدو پر لامل د ولسمشر پر فرمان له دندې ګوښه شوي دي.
دغه غبرګون هغه مهال راپورته شو، چې کندهار ولایت ته د بلخ والي د الوتکې د الوت مخه ونیول شوه.
ټاکل شوې وه ښاغلی نور د جمعې په ورځ په هغه غونډه کې برخه واخلي، چې په دغه ولایت کې د حکومت د سیاسي منتقدانو لخوا جوړیدونکې وه؛ خو دغه ناسته د غونډې د مشرانو لخوا د شنبې ورځې ته وځنډول شوه.