تازه خبرونه
د کندوز مدني فعالانو د پوځي عملیاتو پر دوامداره دریدو اندېښنه ښودلې
په کندوز کې مدني فعالان وایي، چې په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو دوامداره ودریدل د اندېښنې وړدي.
یوه میاشت کیږي، چې په کندوز ولایت کې پوځي عملیات درول شوي او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
مدني فعال بشیر ساپی د عملیاتو پر دریدو نیوکه کوي او وايي، که حکومت د امنیت د ټینګښت اراده لري او غواړي سیمې له طالبانو بېرته ونیسي؛ نو اوس یي ښه فرصت دی، چې عملیات ترسره شي.
مدني فعال هدایت زیارمل وايي، وسلوالو مخالفینو د مرکز او ولسوالیو ډېرې سیمې نیولي، مرکز او نورو ولایتونو ته یې غزیدلې لارې هم تر ګواښ لاندې راوستې دي.
مدني فعال ذبیح مجیدی وايي، چې اوس د پوځي عملیاتو له پاره غوره فرصت دی.
د کندوزامنیه قومندان عبدالحمید حمیدي د عملیاتو دریدل تائیدوي او وایي، په ژمي کې به عملیات ترسره شي؛ ځکه، چې طالبانو خپلې سیمې پراخه کړې دي.
له دې مخکې د کندوز ولایتي شورا هم په لویو لارو کې د طالبانو پر پلټنو اندېښنه ښودلې وه او حکومت یی د لویو لارو د امنیت په ټینګښت کې ناتوان بللی و.