بلخ @ps
د کورنیو چارو وزیر بلخ ولایت ته سفر کړی
د کورنیو چارو وزیر بلخ ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ګوښه شوي والي عطاء محمد نور سره لیدلي او د هېواد په شمال کې یې ور سره پر روانو امنیتي او د بلخ پر ځانګړیو سیاسي حالاتو خبرې کړي دي.
د عطاء محمد نور د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې ښاغلي نور له کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک سره د هېواد د روان امنیتي وضعیت، په شمال کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړي ډول د بلخ په اړه خبرې کړي؛ خو نور جزئیات نه دي ورکړ شوي.
لږ تر لږه یوه میاشت مخکې د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي اعلان وکړ، چې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور استعفا منلې ده؛ خو نور وروسته وویل، چې حکومت ورسره کړې ژمنې پوره کړي نه دي او د بلخ د برحاله والي په توګه له خلکو سره بېلابېلې لیدنې تر سره کوي.
د جمعیت ګوند په لومړیو کې ویلي وه، چې ملي وحدت حکومت عطاء محمد نور د یو لړ شرطونو له منلو پرته ګوښه کولی نشي.
ښاغلي نور تېره ورځ ویلي وه، چې زه والي وم او تر هغه وخته به والي یم، چې د جمعیت او حکومت خبرو پایله څرګنده شي.
کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې بلخ ته سفر کړی، چې د ولایت پر سر د ارګ او بلخ ترمنځ جنجالونه پاې ته نه دي رسیدلې؛ نه ولایت ته نوی والي پېژندل شوی او نه هم ارګ د جمعیت غوښتنې منلې دي.