تازه خبرونه

د ولسي جرګې غړيو له حکومته په ملي بودجه کې د ژورو بدلونونوغوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځینې غړي په دې تمه دي، چې حکومت به د تصویب لپاره په ملي بودجه کې ژور بدلونونه راوړي.

د روان مالي کال د ملي بودجې سند څه موده مخکې د ولسي جرګې لخوا؛ ځکه رد شو، چې د جرګې د یو شمېر غړیو په باور په پرمختیايي بودجه کې توازن ته پاملرنه نه وه شوې. که څه هم اوس حکومت د ملي بودجې پر سند بیا کار پیل کړی، چې د جرګې غوښتنې هم په کې وځلیږي؛ خو د جرګې یو شمېر غړي وايي، که د بودجې په سند کې ژور بدلونونه را نه شي، دوی به یې بیا رد کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد اخلاقي وایي، بودجه توازن نلري او د تېر کال پروژې هم پلې شوې نه دي. تر هغې، چې دا پروژې بیا په بودجه کې ونه نیول شي؛ د بودجې سند ته به رایې ورنکړ شي.  

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب افغان وایي، مالیې وزارت په بورجه کې تعادل او عدالت ته پاملرنه نه ده کړې؛ اړتیا ده، چې بودجه پر ټولو خلکو ووېشل شي. پرته له دې مونږ دا بودجه ردوو.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ استازی غلام حسین ناصري د بودجې په اړه څرګنده کړې، چې مونږ باید د حکومت پر فرمایش داسې یوه بودجه تصویب نکړو، چې د خلکو ستونزې پرې حل نشي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هڅه کوي، چې د جرګې غړي یوې هوکړې ته ورسوي او وایي؛ مونږ په دې اړه ګډه ناسته لرو؛ اړوند کمیسیونونه باید خپل استازي ورولیږي، چې د بودجې سند په اجندا کې ونیسو.

ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د رایو له مخې د ولسمشر هغه تقنیني فرمان رد کړ، چې د غونډو، اعتراضونو او لاریونو په اړه یې ولسي جرګې ته په ۶ فصلونو او ۳۲ مادو کې استولی و.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version