تازه خبرونه

د کندهار په درې ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار ولایت د پوهنې رییس وایي، که څه هم کندهار د هېواد په کچه د ښه امنيت يو بېلګه ده؛ خو په شورابک، غورک او ریګستان ولسوالیو کې ښوونځي تړلي دي.

د کندهار د پوهنې ریيس عبدالقادر پيوستون وايي، په ټوليزه توګه په کندهار کي ٥٣٨ ښوونځي او ښوونيز مرکزونه لرو، چي ٤١٩  یې پرانستي دي او ١١٩ اوس هم تړلي دي.

ښاغلی پیوستون زیاتوي؛ په ځينو سيمو کي د ښوونځيو د تړلو علت امنیتي ستونزې دي، خو په ټولیزه توګه د ودانيو او تشکيل نشتوالی دى، چي د پوهني مخه يې ډب کړې ده.

هغه څرګندوي، چې په دې اړه يې په وار وار د پوهني وزارت ته وړانديزونه کړي؛ خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب ندى تر لاسه کړى.

Trending

Exit mobile version