بلخ @ps
د کندوز په پوځي عملیاتو کې۱۰۰ مخالفینو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د مسوولینو په وینا، د ناتو د هوایي ځواکونو پر ملاتړ د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عملیاتو کې ۶۵ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
په کندوز کې د د پامیر شلمې فرقې قومندان نورالله قادري وایي، د چاردرې ولسوالۍ په قرغز، امام صاحب، ایشان توپ او تیم کلیو کې د وسلوالو مخالفینو د ځپلو عملیات تر سره شول، چې په کې د وسلوالو مخالفینو کلک سنګرونه له منځه تللي او دې ډلې ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
په کندوز کې د کماندو ځواکونو د لسم کنډک قومندان علي محمد وایي، په دې عملیاتو کې لس کلي د وسلوالو له شتون پاک شوي دي.
د ځانګړو ځواکونو سرتیری نظام الدین وایي، زمونږ د ژمي عملیات هدف لرونکي دي او طالبان ور سره د مخامختیا ځواک نه لري.
ویل کیږي، چې د کندوز په نورو سیمو کې به هم ورته پوځي عملیات تر سره شي.