پرمختګ او بشپړتیا

د کندهار د ارغنداب سيند استنادي ديوالونه جوړ شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار د ارغنداب سيند دواړو غاړیو ته د ٢٢ ميليون دالرو پر ارزښت استنادي ديوالونه جوړ شول.

د دغه استنادي ديوال کار، چي د ارغنداب د سيند پرغاړه درې کاله وړاندي پيل شوى و نن ګټي اخيستني ته وسپارل شو .

د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمان کريمي په ډاګه کړې، چې د دې ديوالونو له جوړيدو سره ٢٨٠٠جريبه هغه ځمکه د سيلابونو له ګواښه وژغورل شوه، چي وړاندي به اوبو وړله .

نوموړی زیاتوي؛ دغه ديوالونه٣١ کيلو متره اوږدوالى لري، چي ٢٢،٣ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت د کليو او پراختيا وزارت له بوديجې جوړ شول او هغه ځمکې یې د سيلابونو له ګواښه وژغورل، چي د ژمي په موسم کې يې کروندګر زیانمونول.

هغه وايي، په ١٣٩٦ کال کې د دې وزارت له خوا ١٣ ميليون امريکايي دالر نور هم  پر بېلا بېلو پروژو لګول شوي؛ خو په ١٣٩٧ کال کې به بيا هم په ولسواليو کي ١٥ ميليون دالر نور هم ولګول شي، چې په کرنيزه ډګر کې د پام وړ زياتوالى راشي.

د کندهار والي زلمى ويسا هم  د دې ديوالونو جوړيدل ډېر اړين بولي او وايي، چي پاتي برخه به يې هم د بوديجې له ترلاسه کولو وروسته ورغوو.

دغه راز د دې ولسوالۍ خلک د استنادي ديوالونو پر جوړولو خوښ دي او له وزارت څخه غوښتنه کوي، چي د دې سيند پر پاتي برخو هم استنادي ديوالونه جوړ کړي.

د چارواکو په خبره؛ د دې کال په اوږدو کې به د دهلې بند لپاره هم د اوبو د مهارولو استنادي ديوالونه جوړ شي، چي دا مهال يې سروې روانه او او وروسته به بوديجه ورته ځانګړې شي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version