تازه خبرونه

د کندهار پنجوایي ولسوالۍ خلکو د راحت احساس وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له تېرو څو کلونو راهیسې د کندهار ولایت سرحدي ولسوالۍ پنجوایي ته د پاکستان حکومت ډېرې ستونزې جوړې کړې وې؛ خو اوس د راحت احساس کوي، ځکه خپله دروازه یې له پاکستان سره د تل لپاره تړلې ده.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکیو آریانا نیوز ته ویلي، چې پنجوایی د افغانستان په سویل کې د سوله ییز ژوندانه پر بېلګې اوښتې او هیڅ مخالف وسلوال ته به د فعالیت اجازه ورنکړ شي، چې د دغې ولسوالۍ له لارې تګ راتګ وکړي.

پنجوایي لس کاله د طالبانو ستر مرکز و او همدا سیمه د بهرنیو ځواکونو لپاره هم مرګونې وه.

 پنجوایي؛ د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري؛ خو د افغانستان په سویل کې  یوازنۍ پوله ده، چې اوس پرې ترهګر  او د نشه یي توکو قاچاق وړونکي تګ راتګ نه شي کولی.

په دې ولسوالۍ کې د سرحدي او سیمه ییزو پولیسو تشکیلات او جوړښتونه زیات شوي دي. که څه هم پنجوایي د هلمند په ګاونډ کې ده؛ خو له پاکستان څخه یې دې ولایت ته پر طالبانو د تګ لار هم  بنده کړې ده.

د دې ولسوالۍ په بازار کې ګڼه ګوڼه ډېره ده؛ خلک یې کروندګر دي، د ښوونځیو دروازې یې نجونو او هلکانو ته  پرانیستې دي او د سوله ییز ژوندانه یو څرګند چاپېریال ترې جوړ شوی دی.

افغان ځواکونه په پنجوایي کې عصري او پرمختللې وسلې لري او وایي، چې له  طالبانو یې تر لاسه کړي دي.

د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره خلکو ملاتړلې او ویل کیږي، چې طالبان به نور نه پریږدي، چې له دې لارې رادننه شي او یا نورو ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سویل پرانیستو پولو ترهګرو ته حتا تر کابله د راتګ زمینه برابره کړې ده؛ خو په کندهار کې پنجوایي یوازنۍ ولسوالي ده، چې د ترهګرو او د قاچاق وړونکیو تګ راتګ پرې اوس نه کیږي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version