بلخ @ps
د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید مرګ و ژوبله اړولې
ټپیان او د قربانیانو د کورنیو غړیو ویلي، چې د دې ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.
ټپیانو او د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې دغه برید د طالبانو تر څارنې لاندې د دستار تړلو پر مراسمو تر سره شوی، چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې برید د طالبانو پر غونډه تر سره شوی، چې عامو خلکو ته په کې ریان نه دی رسیدلی.
دفاع وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د دې برید په پایله کې د یوشمېر طالب قومندانانو په ګډون طالبانو ته اړوند کسان وژل شوي دي.
د۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي، چې دغه برید نن غرمه(د وري ۱۳) دولس بجې د دې ولسوالۍ په باجوړي کلي کې تر سره شوی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په خپل غبرگون کې څرګنده کړې، چې: نن غرمه د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو بازار ته نیږدې په یوه دینه مدرسه ( دارالعلوم هاشمیه) کې د عالمانو او د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ غونډه بمبارد شوې ده.
رسنیو ته د رسیدلیو څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې څه نا څه ۱۵۰ کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.