بلخ @ps
د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې ولسي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې- د ارچي خلک
د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د هوايي برید پر دوه یمه ورځ آریانانیوز توانیدلی، چې سیمې ته ورشي او له نږدې د شوي برید له سیمې خلکو ته انځور وړاندې کړي. د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې سیمې ته د آریانا نیوز تللی خبریال نصرت الله ابراهیمي او د هغه تصویر اخیستونکی د سیمې د خلکو له قوله وايي، چې د ارچي ولسوالۍ د خلکو پر غونډه د افغان ځواکونو په بمبارد کې زیاتره ولسي وګړي وژل شوي دي.
د کندوز ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو سیمه اووه کاله کیږي، چې د وسلوالو طالبانو په واک کې ده. دلته د سیمې خلک وايي، چې افغان ځواکونو د دستاربندۍ پر مراسمو هوايي برید کړی او د غونډې ګډونوالو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
هغه خلک، چې د وسلوالو طالبانو په تر واک لاندې سیمو کې اوسیږي وايي، چې په شوي هوايي برید کې زیاتره ولسي کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د سیمې خلک وايي، چې یو شمېر وسلوال طالبان د غونډې د امنیت لپاره راغلي وه.
د ارچي اوسیدونکی قاري حمزه وایي: تقریباً دولس طالبان شهیدان شوي او نور یې زخمیان دي او د کندوز په شفاخانه کې بستر دی. زما( په دې مدرسه کې) ۷۰ کسان شاګردان وه، چې په ادیرو(حضیرو) کې ښخ شوي دي.
د ارچي اوسیدونکی عبدالرووف وایي: دلته نه د کویټې شورا وه او نه سره قطعه وه؛ دوی یوارې پر عامو خلکو، علماوو او کوچنیو ماشومانو بمبارد کړی او ټول په کې له منځه تلې دي .
د دې دیني مدرسې مسوولین وايي، چې د دستار بندۍ له مراسمو دوه ورځې مخکې یې د ولسوالۍ چارواکو ته د مراسمو په اړه د تیلیفون له لارې خبر ورکړی و.
د ګوجر اخند زاده د دیني مدرسې مسوول مولوي ممتازالله زیاتوي: مونږ دې مراسمو ته وسلوال رابللي نه ول او نه دلته وسلوال ول.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې د برید د څېړنې لپاره راغلي پلاوي څېړنې پیل کړي دي.
ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب رادمنش اوس هم ټينګار کوي، چې دوی د وسلوالو طالبانو مشران په نښه کړي دي.
په برید کې له پنځوسو زیات ټپیان یوازې د کندوز حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي. که څه هم تر اوسه په دغه برید کې د وژل شويو او ټپي شویو کسانو کره شمېر ندی څرګند شوی ، خو د سیمې د خلکو په وینا په برید کې لسګونه کسان، چې ماشومان هم په کې دي، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارچي ولسوالۍ ډېر کلي د طالبانو لخوا اداره کیږي او دلته خلک د طالبانو تر رپي(بیرغ) لاندې اوسیږي.، دوی په دفتاڼو کلي کې د روغتیایي خدمتونو مرکزونه نلري او سړکونه یې هم خام دي.
خبریال: نصرت الله ابراهیمي