تازه خبرونه

د کندوز د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي- دیني عالمان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې سلګونه دیني عالمانو او د مدرسو یو شمېر زدکوونکیو په یوه غونډه کې له حکومت غوښتنه کړې، چې د کندوز د خونړۍ پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او کنه ټاکنې به تحریم کړي.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمان او شاګردان د کندوز د پېښې په غبرګون کې د احتجاج په توګه له حکومت غواړي، چې د داسې پېښو د مخنوي په موخه دې د کندوز د پېښې عاملین مجازات کړي.

دیني عالم محمدګل وهاج وایي؛ مونږ پر ښوونځیو، جوماتونو، مدارسو او عامه ځایونو بمبارد په ځانګړي توګه د کندوز د ارچي ولسوالۍ پر مدرسه خونړی برید په سختو ټکو کې غندو او عاملین یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.  

حکومت نه ردوي، چې په ارچي ولسوالۍ کې به ملکي خلک نه وي وژل شوي؛ خو ټنګار کوي، چې د برید موخه وسلوال طالبان ول.

دې عالمانو د جګړې له بلې خوا هم غوښتنه وکړه، چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

دیني عالم مولوي ظاهرالله وایي؛ مونږ ټول هغه ملکي وګړي، چې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري په شهادت رسول کیږي؛ هغې ته که هر نوم ورکړ شي او هر څوک یې،  چې وژني غندو او غوښتنه کوو، چې د جګړې خواوې دې د ولسي او بې ګناه وګړیو ژوند ته پاملرنه وکړي.

دیني عالمانو پر سوله ټنګار وکړ؛ خو هیله یې داوه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره به مهالوېش وټاکل شي.

د دیني عالم مولوي الله محمد پر باور؛ د سولې پر وړاندې یوازنی خنډ د بهرنیو ځواکونو شتون دی.

د ولسي جرګې غړي فریدون مومند  په دې ناسته کې پرحکومت نیوکه او ګواښ وکړ، چې که د کندوز په څېر بله پېښه تکرار شي، علما او ولس به ټاکنې تحریم کړي.

په غونډه کې د ښوونځيو او مدرسو بمباردول او سوځول د انسانیت اواسلامیت خلاف کاریاد شو.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې یوشمېر نورو دیني عالمانو هم د ښوونځيو د سوځولو په غبرګون کې احتجاج کړی و.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version