بلخ @ps

د کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات پای ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندوز د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر ویلي، چې د اقتاش په عملیاتو کې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له ځمکني او هوایي ملاتړ او مرستې برخمن ول.

د کندوز د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمد صفر اکبري وایي، چې په دې درې ورځنیو عملیاتو کې ۱۰ کلي د طالبانو له شتون پاک شوي، ۱۵ طالبان د دوی د دې ولسوالۍ د پوځي مسوول مولوي زلمي په ګډون وژل شوي دي.

د اقتاش اوسیدونکي د دغې ولسوالۍ له لاس په لاس کیدو څخه اندېښمن شوي او وایي، چې مسوولین دې په سیمه کې ډاډمن مرکزونه جوړ کړي او د طالبانو د بیا راتګ مخه دې ونیسي.

د اقتاش ولسوالۍ سیمه ییز پولیس سید محمد وایي؛ هڅه کوو، چې آزادې شوې سیمې له وسلوالو مخالفینو وساتو.

د اقتاش ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکیو د آریانا نیوز خبریال ته د تیلیفون پر لیکه  ویلي، چې آزادې شوې سیمې د پوځیانو له وتلو وروسته بیا طالبانو نیولې دي.

د دغې نوې ولسوالۍ تشکیل درې کاله وړاندې ولسمشر اشرف غني منظور کړی و، چې تر دې دمه د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندې وه.

Trending

Exit mobile version