بلخ @ps

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې ۱۳ سرتېری وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندوز ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ په قرلق کلي کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ویلي، چې تېره شپه طالبانو د قرلق د اړوند سیمې پر امنیتي پوستې برید کړی؛ خو مرستندوی ځواکونه یې هغه مهال مرستې ته نه دي رارسیدلي.

د ملي اردو دغه سرتېري د پنجشنبې پر شپه د طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.

ټپي شوي سرتېري پر حکومت نیوکه کوي او وایي، چې طالبان دوه اتیا ملي متري وسلې او د شپې دوربینونه هم لري.

د وژل شوي سرتېري د تره زوی عبدالودود حکومت په بې پروایۍ تورنوي او وایي، سرتېري کلابند ول او اکمالات یې ونه شول.

د تخار روغتون سرطبیب عبدالجمیل فروتن  وایي، پېښه دشت ارچي ولسوالۍ کې رامنځته شوي، چې په کې ۱۳ سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

کندوز د افغانستان یوه ناامنه سیمه ده او دغه ولایت دوه ځله د طالبانو تر کنترول لاندې راغلی.

دغه راز وسلوالو طالبانو له څو خواوو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بغلان – کابل د لویې لارې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د پنجشنبې پر سهار د پلخمري ښار د خلازیو په کلي کې له وسلوالو مخالفینو سره د امنیتي ځواکونو نښته روانه ده، چې تر دې دمه په کې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version