تازه خبرونه

د کندهار په ریګستان او غورک کې ۷۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی  وایي تېره شپه وسلوالو طالبانو د رریګستان او غورک ولسوالیو په اړوند سیمو کې د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو وسلوال بریدونه کړي، چي وروسته بیا د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي دي.

 درانی زیاتوي، چي په دواړو ولسوالیو کې۳۰ وسلوال او پېنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۴۵ وسلوال او اووه سرحدي ځواکونه ټپیان دي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چي د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

 د دولت وسلوالو مخالفینو تر دې دمه د تېرې شپې د جګړې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version