تازه خبرونه

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو ویلي، چې په ټاکنو خپلواک کميسیون کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل شوې ده.

د رایه ورکوونکیو او نوماندانو د نوملیکنې بهیر پای ته رسیدلی او اوس په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل شوې ده. وروستي معلومات ښیي؛ څه باندې ۶ میلیون وګړیو  ځانونه راجستر کړي، چې څه باندې څلور میلیون نرینه، څه باندې دوه میلیون ښځې، څه باندې سل زره کوچیان او نهه سوه نولس هندوان په کې دي.

د احتمالي نوماندانو شمېر هم ۱۶۲۱۶ تنو ته رسیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزونه پیل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر معاذ الله دولتي وایي: لومړنی شرط دادی، چې د تابعیت تذکره لري او کنه. دوه یم دا، چې کوم جرم ونلري. نوماندانو ته استعلام ورکړ شوی؛ د روغتیایي ارزونو تر څنګ باید اسعفا لیک هم باید ولري. دغه راز د نوماندانو د ملاتړلیست هم تر کتنې لاندې نیول کیږي.

نوموړی زیاتوي؛ کوم شرایط، چې کمیسیون احتمالي نوماندانو ته ایښي، که ور سره نوماند برابر نه شو، له وروستي نوملړه وځي.         

څارونکي بنسټونه پر دغه بهیر اندېښمن شوي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: د ټاکنو بهیر د ستیکرونو د ثبت لپاره د دیتابیس جوړول مهم دي. په هغه صورت کې، چې دغه کودونه نه وي؛ د دغه بهیر روان ساتل به ډېر ستونزمن کار وي.            

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید هم ویلي، چې: د استعفا او ستیکرونو اسنادو، د تذکرو شمېر او د ګوتې نښو ته بشپړه پاملرنه ډېره مهمه ده.               

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸ تر سره شي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version