تازه خبرونه
د پکتیا والي له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی
په پکتیا کې سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دغه ولایت والي شمیم کتوازی نن سهار مهال له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی دی.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت ویلي، چې ښاغلی کتوازی د کابل –ګردیز پر لویه لار د لوګر په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی؛ خو په دې پېښه کې هیچا ته ځاني زیان ندی رسیدلی.
د پکتیا والي شمیم کټوازی له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه کړې وه؛ هوډ لري، چې پکتیا ولایت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پر ډاډمن ځای بدل او د زون په کچه یوه جرګه هم جوړه شي.
شمیم کټوازی ویلي وه؛ قومي مشرانو پر حکومت او وسلوالو فشار ډېر کړی، چې خپل شرطونه څرګند او په ګوته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ولسونو داسې هڅې پیل کړي، چې پکتیا ولایت د طالبانو لپاره د امن سیمه او همدلته د حکومت او طالبانو د خبرو زمینه برابره شي.
شمیم خان کټوازي وړاندې وویل چې دغه ولسونه د زون په کچه د یوې جرګې د جوړولو هوډ هم لري دا جرګه به پکتیا د سولې ولایت په توګه اعلانوي.
د د دغې پېښې په اړه د څېړنو له پیلیدو هم خبر ورکړ شوی؛ خو تر دې دمه داعش او یا کومې بلې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
ویل کیږي، چې په دې برید کې عامو خلکو ته هم ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.