تازه خبرونه
د ولسمشر له امر سره سم بیا عمليات پيل شول
د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چي له طالبانو سره يې شوى اوربند پاى ته رسيدلى او د ولسمشر له امر سره سم يو ځل بيا په هغو سيمو کي پوځي عمليات پيل شول، چي دا مهال د وسلوالو طالبانو په واک کي دي.
د هلمند والي مرستيال وايي، د ولسمشر له امر سره سم مو د شنبې پر شپه( د غبرګولي پر ۳۰) د وسلوالو طالبانو پر وړاندي يو ځل بيا پر هغو سيمو پوځي عمليات شول، چي له وسلوالو طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې مخ وو.
د هلمند ولایت مرستیال مجاهدالله صفاري وايي، په اوربند کي ډېر وسلوال طالبان پوه شول، چي جګړه د دوى په ګټه نده؛ نو، ځکه اوس وسلوال طالبان تر پخوا کمزوري شوي دي.
په ورته وخت کي د دې ولايت د ولايتي شورا ریيس عطاالله افغان وايي، وسلوالو طالبانو د اوربند پر مهال ځانونه اکمال کړي او کيداى شي دا د امنيتي ځواکونو پر وړاندي يوه لويه ننګونه وي.
د ولايتي شورا غړى ګل اغا مسلم له وسلوالو طالبانو غواړي، چي د ګاونډ هېوادونو پر لمسون دې دا جګړه ختمه کړي او له سره دې اوربند وکړي.
ولایتي چارواکي وايي، چي دولت او وسلوال طالبان باید په عملياتو کي د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او يو ځل بيا دې اور بند وکړي.
خبریال: بريالي رحيمي