بلخ @ps
د کندوز په چاردره کې طالبانو ۶۱ افغان سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کندوز ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي ویلي؛ وسلوالو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه او امنیتي پوسته بریدونه کړي، چې په کې لږ تر لږه د ملي اردو څلور څلوېښت سرتېري وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، چې وسلوالو طالبانو دا بریدونه تېره شپه دوولس بجې پیل کړي وه او د سهار تر نهو بجو روان ول.
د کندوز والي ویاند نعمت الله تیموري وايي، چې سیمې ته د مرستندویه ځواک په رارسیدو وسلوال طالبان له سیمې وتلي دي.
د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري زیاتوي، چې د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتې مرګ و ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته؛ خو وسلوالو طالبانو ته یې په ځوابیه برید کې هم تلفات اړولي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړيو پر امنیتي چارواکو نیوکه کړې، چې سیمې ته یې پخپل وخت مرستندویه ځواک نه دی رااستولی، چې له همدې کبله د ملي اردو سرتېرو ته ځاني تلفات اوښتي دي.