تازه خبرونه
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ قومي مشر محمد خان خپلواک ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
امنیتي چارواکو ویلي، چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د قومونو د یوالي شورا مشر محمد خان خپلواک د خپلو زامنو له خوا وژل شوی دی.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، محمد خان له خپلو زامنو سره په کور کې لانجه کړې وه، چې پر نوموړي د تومانچې ډزې وشوې او ساه یې ورکړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د مقتول زامن له کوره تښتیدلي دي.
مندوزی زیاتوي؛ پولیس د خپلواک د قاتلینو د نیولو په هڅه کې دي.
د هغه مړی د ده کور ته نږدې پیدا شوی دی.
د محمد خان د کورنۍ غړیو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.